Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

د ټيبل ټينس د شوقين اصلاح څنګه اوشوه...؟

      د كراچئ اوسيدونكے يو اسلامي ورور به د مذهبي ذِهن نه لرلو په وجه په فضولياتو كښې خپلې شپے ورځے تيرولې، د ګناهونو هم سلسله وه،  او هغه د ټيبل ټينس ډير زيات شوق لرلو، د ماښام نه پس به د ټيبل ټينس په لوبه كښې مصروف شو او بعضې وخت به دا سلسله د شپے ناوخته پورې جاري وه، يو ځل د دعوتِ اسلامي ماحول سره تعلق لرونکي يو اسلامي ورور هغه او د هغه سره لوبے كوونكو ته د لمَانځه او هفته وارې اجتماع كښې د شركت كولو دعوت وركړو، اسلامي ورور به هغوئي ته مسلسل د نيكئ دعوت وركولو، آخر د ټيبل ټينس دا شوقين هفته واره د سُنَّتو ډكې اجتماع كښې شركت كول شروع كړه، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوتِ اسلامي هفته وارې اجتماع په بركت د هغه زړه نرم شو، د هغه د تور زړه داغونه په ختميدو شو. هغه د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه كړه او فضوليات ئې پريښودل، د دعوتِ اسلامي پاك ماحول سره ئې تړون جوړ شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د عمامه شريف سُنَّتونه او آداب

دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: (1) عِمامې سره لمُونځ د لس زره نيكو برابر دے.[1] (2) عِمامه تړئ! ستاسو حِلم به زياتيږي([2])


 

 



[1]...مسندالفردوس، جلد:2، صفحہ:406، حدیث:3805۔

[2]...مستدرک، کتاب:اللباس، جلد:5، صفحہ:272، حدیث:7488۔