Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ مختصر تعارُف

      * شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت، بانـئ دعوتِ اسلامي، حضرتِ علّامه مَولانا ابوبلال محمد الیاس عطّار قادِری رضوي ضيائي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   په 26 رَمَضَانُ المُبارَك 1369هـ بمطابق 12 جولائي 1950ء د شروع (يعني چارشنبې) په ورځ د پاكستان په مشهور ښار كراچئ كښې د ماښام نه لږ ساعت مخكښې دې دنيا ته تشريف راوړو  *د هغوئي كنيت: ابُوبلال او تَخَلُّص (يعني په شعرونو كښې د اصل نوم په ځائ استعماليدونكے نوم) عطَّار دے * اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  د ماشوم والي نه د ډير ساده طبيعت خاوند دے، د هغوئي د محلے خلق څوک چې اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ  د وړوکوالي نه پيژني، هغوئي وائي چې په وړوكوالي كښې هم كه څوك به هغوئي ته په قهر شو يا به ئې اووهلو نو هغوئي به د هغې په جواب كښې بدله نه اخستله بلكه خاموشي به ئې اختياروله او صبر به ئې كولو، مونږه په وړوكوالي كله هم هغوئي چاته په ردو بدو وئيلو يا كنزلو او