Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

مدينه طَيِّبه دارُ الايمان دے

    اے عاشِقانِ رسول! د مدينه طَيِّبه محبت د عشقِ رسُول او كمالِ ايمان نخښه ده. الله پاك دې مونږ ټولو ته د مدينے مُنَوَّرې سره ډير زيات محبت را نصيب كړي. په قرآنِ مجيد كښې دي:

وَ الَّذِیْنَ تَبَوَّؤُ الدَّارَ وَ الْاِیْمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ   (پارہ 28، سورۃ الحشر:9)            

[مفهوم] ترجمہ کَنْز العِرْفان: او هغوئي كومو چې د دې (مهاجرينو) نه مخكښې دا ښار او اِيمان خپله استوګنه جوړه كړه.

     د دې آيت لاندې عَلَّامه بيضاوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په دې آيت كښې الله پاك مدينې منورې ته ”اِيمان (يا دارِ اِيمان)“ اوفرمائيل، د دې وجه دا ده چې اِيمان د مدينۀ پاك نه خور شوے دے او بيا به دې طرف ته بوتلے شي.[1] د مُعْجَم اَوْسَط په حديثِ پاك كښې دي، زما خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: اَلْمَدِیْنَۃُ دَارُ الْاِیْمَان مدينه د اِيمان كور دے.[2]

       د مدينۀ پاك يو نوم قَلْبُ الْاِيْمان (يعني د اِيمان زړه) هم دے. معلومه شوه مدينه مُنَوَّره دَارُ الْاِیْمَان هم دے، مدينه مُنَوَّره قَلْبُ الْاِيْمان هم دے، دا څنګه كيدے شي چې د بنده په زړه كښې اِيمان خو موجود وي او هغه د


 

 



[1]...حاشیہ شیخ زادہ تفسیر بیضاوی ، پارہ:28، الحشر، تحت الآیۃ:9، جلد:8، صفحہ:167۔

[2]...المعجم الاوسط، جلد:4، صفحہ:174، حدیث:5618۔