Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
په وخت د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د درد نه ډك كيفيات څه وو؟ د هغې لږ اظهار هغوئي په خپلو شعرونو كښې څه داسې كړے دے:
مجھ کو درپیش ہے پھر مبارک سفر قافلہ پھر مدینے کا تیار ہے
نیکیوں کا نہیں کوئی توشہ فقط میری جھولی میں اشکوں کا اِک ہار ہے
کوئی سجدوں کی سوغات ہے نہ کوئی زہد و تقویٰ مرے پاس سرکار ہے
چل پڑا ہوں مدینے کی جانِب مگر ہائے سر پر گناہوں کا انبار ہے
د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ پير او مُرشد سَيِّدي قُطبِ مدينه جناب ضياءُ الدِّين مَدَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مدينه مُنَوَّره كښې وو او هلته هغوئي اوسيدل او اوس هم په جَنَّتُ البقيع كښې مدفون دي.
شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ فرمائي: په 1400 هـ كښې مې بخت را بيدار شو، خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كرم اوفرمائيلو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! تقريباً دوه ځله راته د مدينې مُنَوَّرې د حاضرئ سعادت حاصل شو، په دې دوران كښې تقريباً هره ورځ (د پير او مُرشد) په آستانه كښې كيدونكي محفل نعت ته به حاضريدم، ډير ځله د ماښام په وخت هم د مُرشد آستانے ته حاضر شوم.