Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

چا ته چې غمِ مدينه ميلاؤ شو، هغه ته هر څه ميلاؤ شو

     اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   نور فرمائي: ياد لرئ! كه په حقيقي معنو چاته غمِ مدينه يعني د مدينے مُنَوَّرې كامل عشقِ مدينه نصيب شي، هغه رښتيې عاشِقِ رسول جوړيږي او عاشِقِ رسول هغه وي څوک چې عاشِقِ اِلٰهي هم وي. كله چې څوك د عاشِقِ خُدا او مصطفٰى منصب حاصل كړي نو هغه ته د الله پاك رضا حاصليږي او چا ته چې د الله پاك رِضا حاصله شي د هغه آخره خاتمه به په اِيمان اوشي او يقيناً هغه به جنَّت ته داخل شي. د غمِ مدينه نصيب كيدو په شکل کښې قَسَم په خُدائ د بلې مطالبے ضرورت نه وي چې د غمِ مدينه په ذريعه به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم!  هر څه حاصل شي. 

غمِ مدينه او دردِ مدينه څنګه حاصليږي

     غمِ مدينه، عشقِ مدينه څنګه حاصليږي؟ د دې طريقې بيانولو سره شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت  دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   فرمائي: د غمِ مدينه حاصلولو د پاره * د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او د هغوئي سره نِسبَت لرونكي د هر څيز سره دې رښتينې او پوخ محبت اوكړے شي * د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مباركو سُنَّتونو باندې دې عمل اوكړے شي * د