Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

د بيان اوريدلو نيتونه

فرمَانِ مُصطَفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ  (يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.[1]

اے عاشقانِ رَسُول! ياد ساتئ! په نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي. د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې هم ښه ښه نِيَّتونه اوکړئ:مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * بااَدبه به كښينم * د خپلے اصلاح د پاره به بيان اورم  * څه چې واورم  پخپله به پرې د عمل او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم  *كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                                                      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

مُبَلِّغ ته كتل هم عبادت دے

      زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تره ځوئ، عظيم صحابي، سُلطانُ الْمُفَسِّرين حضرت عبدُ الله بِن عَبَّاس رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: اَلنَّظَرُ إِلَى الرَّجُلِ مِنْ أَهْلِ السُّنَّةِ الَّذِى يَدْعُو إِلَى السُّنَّةِ، وَيَنْهٰى عَنِ الْبِدْعَةِ عِبَادَةٌ يعني صحيحُ العقيده سُنِّي  څوک چې د سُنَّتو تبليغ كوي او د بدعت نه منع كوي، دې مُبَلِّغ ته كتل عبادت دے.[2]


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔

[2]...معجم اوسط، جلد:1، صفحہ:82، حدیث:235۔