Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina
1406هـ كښې اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ په مدينه مُنَوَّره كښې حاضر وو، هغه وخت هغوئي يو خواهش لرلو چې په مسجدِ نَبَوي شريف كښې ورته د جارو كولو سعادت حاصل شي، هغوئي د حَرَم شريف خادمانو ته د خپل خواهش اِظهار اوكړو، داسې هغوئي څه ساعت په مسجدِ نَبَوي شريف کښې د جارو وهلو سعادت حاصل كړو.
كله كله داسې هم شوي دي چې شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د مدينے مُنَوَّرې په كوڅو كښې تيريدلو نو هلته د جارو كشو (يعني كوڅې جارو كوونكو) د لاس نه به ئې جارو اخستله او د مدينے په كوڅو كښې ئې د جارو وهلو سعادت حاصل كړو.[1]
خداخیرسے لائے وہ دن بھی نوریؔ مدینے کی گلیاں بہارا کروں میں
رُكنِ شُورٰى حاجــي اسلم عطَّاري سَلَّمَهُ الْبَارِى فرمائي: مونږ ته په مدينه مُنَوَّره كښې د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ سره د پيشمني كولو سعادت حاصل شو، په دې دوران كښې د پيشو يو بچے دسترخوان ته