Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

Book Name:Ameer-e-Ahl-e-Sunnat Ka Ishq Madina

د اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ عشقِ مدينه

    اے عاشِقانِ رسول! شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   د بے شميره خوبيانو او اعلٰـى كمالاتو خاوند دے * هغوئي مُتَّقـي هم دے * پرهيزګاره هم دے* صبر كوونكے هم دے *د الله ويره لرونكے هم دے  *د هغوئي تَـوَكُّل هم بے مثاله دے * په اِخلاص او حُسنِ اخلاق كښې هم مثال لري* داسې د سُنَّت سره محبت * فِكرِ آخرت * زُهد او قناعت * د ذِكرُ الله عادت وغيره په سوونو ظاهري او باطني خوبيانو نه د هغوئي پاك سيرت روښانه او مُنَوَّر دے.

     په دې اعلٰـى خوبيانو كښې د شيخِ طريقَت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   يوه ښكلې پاكيزه خوبي عِشقِ مدينه هم ده. اَمِیرِ اهلسنّت  دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   عاشِقِ رسول او عاشِقِ صحابه او اهل بيت خو دے او د دې سره سره هغوئي زبردست عاشقِ مدينه هم دے.

     د مدينې ذِكر وي، که فِكرِ مدينه وي، که د مدينې يادګيرنې وي که فريادِ مدينه وي، که د مدينې محبت وي يا د مدينې په جُدائې باندې د هغې غم وي، غرض دا چې د مدينې د محبت څومره انداز او طريقې دي، دا ټولې طريقې او اړخونه د اَمِیرِ اهلسنّت  دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ   په ذات كښې موجود دي.