Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

  په دې آيتِ كريمه کښې الله پاک د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان پيژندګلو کړې ده چې زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صحابۀ کرام څوک دي؟ دا هغه خلق دي: (1) څوک چې په کافرانو ډير سخت دي (2) خپل مينځ کښې ډير نرم زړه والا دي (3) دوئي ډير لمُونځونه کوي، کله سجدې کوي، کله رکوع کوي (4) او دوئي ريا نه کوي، بل چا ته د ښودلو د پاره عبادت نه کوي بلکه د هغوئي مقصد صِرف او صِرف د الله پاک فضل او د هغه رضا ده (5) صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان هغه هستيانې دي چې د هغوئي په مخونو د سجدو نښې او د عبادت نُور په نظر راځي.

الله پاک د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د دې پاکو صفتونو بيانولو نه پس اوفرمائيل:

ذٰلِکَ  مَثَلُہُمۡ    فِی    التَّوۡرٰىۃِ ۚۖۛ  وَ مَثَلُہُمۡ  فِی الۡاِنۡجِیۡلِ ۚ  (پارہ:26،سورۂ فتح:29)

مفهوم ترجَمه کنزُ الایمان: دا د هغوئي صفت په تورات کښې او د هغوئي صفت په انجيل کښې (دے).

     الله! الله! د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان دا ټول صفتونه په تورات شريف کښې ليکلے شوي دي او په انجيل شريف کښې هم ليکلے شوي دي.