Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

وخت مونږ چا هم نه پيژندلو، مونږ چا په خوب کښې هم نه وو ليدلي، بيا چې کله مونږه دنيا ته راغلو، نو بيا هم کور والؤ، خپلو خپلوانو او يوڅو محلے والوو مونږه پيژندلو، اوس چې کله مونږه لوئ شو، اوس هم مونږه لږ شان خلق پيژني، څوک به سوؤنه خلق پيژني، څوک به زرګونه يا لکونه خلق پيژني خو قربان شم! د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږو صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان څومره اعلٰـى شان دے، دې حضراتو لا دنيا ته تشريف راوړے هم نه وو، د هغې نه په سوؤنو کاله وړاندې د هغوئي ذِکر په دُنيا کښې موجود وو، خلقو هغوئي پيژندل هم، او د هغوئي ذِکرِ خير ئې هم کولو او دا ذِکر هم څه عام ذِکر نه وو بلکه د الله پاک په کلام کښې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان ذِکرِ خير باقاعده طور تلاوت کيدلو او خلقو به د ثواب په اُمِّيد د هغوئي ذِکرِ خير کولو.

     الله پاک په قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:

مُحَمَّدٌ  رَّسُوۡلُ اللّٰہِ ؕ وَ الَّذِیۡنَ مَعَہٗۤ اَشِدَّآءُ  عَلَی الۡکُفَّارِ  رُحَمَآءُ  بَیۡنَہُمۡ تَرٰىہُمۡ  رُکَّعًا سُجَّدًا یَّبۡتَغُوۡنَ  فَضۡلًا مِّنَ  اللّٰہِ  وَ رِضۡوَانًا ۫ سِیۡمَاہُمۡ  فِیۡ وُجُوۡہِہِمۡ  مِّنۡ  اَثَرِ السُّجُوۡدِ ؕ

(پارہ:26،سورۂ فتح:29)                                       

مفهوم ترجَمه کنزُ الایمان: مُحَمَّد د الله رَسُول دے او د هغوئي ملګري په کافرانو سخت دي او خپل مينځ کښې نرم زړه والا (دي) تاسو به هغوئي وينئ رکوع کولو او په سجده کښې پريوتي، د الله فضل او رضا غوښتونکي د هغوئي نښې د هغوئي په مخونو کښې دي د سجدو د نښو نه.