Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

رسول دے، هغوئي د اسلام قبلولو نه مخکښې د تورات شريف ډير لوئ عالم وو، يو ځل هغوئي اوليدل چې يو کَس په ځان څادر راخور کړے دے او اوده دے، هغوئي هغه د ښپې نه وَړَقَوَلو او اوئې وئيل: څوک ئې؟ اوده کَس پاڅيدو او اوئې وئيل: د اَمِيرُ الْمُؤمِنِين (يعني د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ) ځوي عبدُ الله بن عمر يم. په دې حضرت عبدُ الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اوفرمائيل: قُمْ يَا اِبْنَ قُفْلِ جَهَنَّم يعني اے د دوزخ د تالې ځويه! پاڅه!

د خپل والِدِ محترم په باره کښې د داسې الفاظو اوريدلو سره حضرت عبدُ الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ له ډيره غُصّه ورغله، هغوئي سيدها د خپل والدِ محترم حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ په خِدمت کښې حاضِر شولو او اوئې وئيل: بابا جانه! عبدُ الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  تاسو ته د دوزخ تالا وائي. حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې دا واوريدل نو هغوئي هم ډير حيران شو، هغوئي فوراً د حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خوا له تشريف يوړلو او پوښتنه ئې اوکړه: اے ابنِ سلام! معلومه شوې ده چې تاسو ما ته د دوزخ تالا وائې؟ حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اووئيل: آؤ جي! وايم. اوئې پوښتل: تاسو ته څنګه معلومه شوه چې زه دوزخي يم؟ حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: مَعَاذَ اللہ! ما تاسو ته دوزخي نه دي وئيلي بلکه د دوزخ تالا مې وئيلې ده، ما ته زما والِد روايت