Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

او کله چې هغوئي د دُنيا نه لاړ شي نو د دوزخ تالې به بيرته کړے شي.

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دلته لږ د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا اثر هم اوګورئ! د الله پاک محبوب نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُعا کړې وه: اَللّٰہُمَّ اَعَزِّ الْاِسْلَامَ بِعُمَربْنِ الْخَطَّاب اے الله پاکه! د عمر بن خطّاب په ذريعه اسلام له عزّت ورکړې.[1] 

د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دغې دُعا برکت وو چې په کومه ورځ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اسلام قبول کړو، په هغه ورځ مسلمانانو د خوشحالئ نه د اَللهُ اکبر نعره اولګوله، کومه چې مکه مکرمه کښې تر لرې لرې پورې واوريدے شوه، په هغه ورځ مسلمانانو په وړومبي ځل مسجدِ حرام کښې اعلانيه (يعني ښکاره) لمُونځ ادا کړو، د هغې ورځ نه واخله تر د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د وصالِ ظاهِري پورې د اسلام عزّتونه د اوچتو نه اوچت شول، اسلام تر لرې لرې پورې خور شو، د عدل و انصاف بے مثاله نظام قائم شو او د کافِرانو په محلونو باندې هم د اسلام جنډې اولګولے شوې.

اے عاشقانِ رَسُول! دا دے د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُعا اثر...!! حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  چې تر څو پورې په دُنيا  کښې وو، د


 

 



[1]...ابن ماجہ، فضل عمر رَضِیَ اللہُ عنہ ، صفحہ:31، حدیث:105 ۔