Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

جبريلِ اَمين عَلَیْهِ السَّلَام عرض اوکړو: لَوْجَلَسْتُ مَعَكَ قَدْرَ مَا لَبِثَ نُوْحٌ فِى قَوْمِهٖ لَمْ اَسْتَطِعْ اَنْ اُخْبِرَكَ بِفَضَائِلِ عُمَرَ وَمَا لَهٗ عِنْدَ اللّٰہِ يعني يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام چې څومره عمر وو، که چرې زه هغه همره موده هم ستاسو په خدمت کښې کښينم او د عمرِ فارق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فضيلتونه بيانووم بيا هم زه د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فضيلتونه او د الله پاک په دربار کښې د هغوئي مقام او مرتبه پوره نشم بيانولے.[1]   

               اَلـلّٰـهُ اَکْبَرْ! اے عاشقانِ صحابه و اهلِ بيت! غور اوکړئ! د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فضيلتونه بيانوونکے يو عام کَس نه دے بلکه د فرښتو سردار حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام دے او فضيلتونه اوريدونکے څوک عامه هستي نه ده بلکه د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، د دې باوُجُود جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام عرض کوي چې که چرې زه د حضرت نُوح عَلَیْهِ السَّلَام د عمر همره موده هم (د هغوئي فضيلتونه) بيان کړم، يعني د 1000 کالو نه هم زياته موده د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فضيلتونه بيانووم نو بيا به هم پوره فضيلتونه بيان نکړے شم. د دې نه اندازه اولګوئ! چې د حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فضيلتونه څومره ډير دي.


 

 



[1]...الریاض النضرۃ، الباب الثانی فی مناقب عمر،  صفحہ:273۔