Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

Book Name:Asmani Kitab Aur Hazrat Umar

  حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو کَس په بارګاهِ رِسالت کښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو: مَتَی السَّاعَۃُ؟ يعني يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ  وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! قيامت به کله راځي؟

      (يقيناً زمونږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د قيامت عِلم شته، هغوئي ته معلومه وه چې قيامت به کله راځي، ځکه خو هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامت نښې بيان کړې، قيامت به کله راځي، دا ئې هم اووئيل، په کوم تاريخ به راځي، دا ئې هم اووئيل. آؤ! صرف کال ئې اونه ښودلو، ځکه چې د کال ښودلو اجازت نه وو، نو صحابـئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله پوښتنه اوکړه چې قيامت به کله راځي؟ نو) هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې جواب ورکولو په ځائے اوفرمائيل: وَ مَا ذَا اَعْدَدْتَ لَہَا؟ تا د قيامت د پاره څه تياري کړې ده؟

(صحابۀ کرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوَان به يقيناً چې لمُونځونه هم کول، تلاوت به ئې هم کولو، روژې به ئې هم نيولې، د نيکو د پاسه به ئې نورې نيکئ هم کولې خو د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مبارک انداز دے، هغوئي په يوه نيکئ باور اونکړو، بلکه) عرض ئې اوکړو: لَا شَیْءَ يعني يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ما هيڅ تياري نه ده کړې.

     (لمُونځونه خو دي، نيکئ خو دي خو په دې باور نشته، که الله پاک اوغواړي نو قبولې به ئې کړي، که نه غواړي نو نه به ئې قبلوي) اِلَّا اَنِّی اُحِبُّ اللّٰہَ وَرَسُوْلَہٗ