Akhri Nabi Tashreef Le Aye

Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye

د دې 13 صدو د تحقيقاتو خلاصه بيانوي او ليکي: د خَاتَمُ النَّبِیّٖن معنیٰ دہ: آخِرُ الْاَنْبِیَاء يعنې  (د ټولو نه آخري نبي چې) د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره يا د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه پس تر قيامته پورې هيچا ته نبوت نشي ميلاويدے۔ د آيت پۀ دې معنیٰ کښې هيڅ قِسمه تاويل يا تخصيص کول (يعنې د خپلې خوښې معنیٰ راويستل) کُفر دے۔ ([1])

لوحِ مَحفُوظ او د ختمِ نبوت عقيده

  د حديثِ پاک پۀ مشهور کتاب مُسلم شريف کښې دي: د الله پاک آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: الله پاک د زمکې او د اسمان د پيدائش نه 50 زره کاله مخکښې د مخلوق تقدير وليکلو،په روايتونو کښي دي: هٰغه وخت چې پۀ لوحِ مَحفُوظ باندې څۀ وليکلے شول، پۀ هغې کښې دا هم وو: اَنَّ مُحَمَّدًا خَاتَمُ النَّبِیٖن بے شکه مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو آخري نبي دے۔ ([2])

مُحَمَّدِ مصطفےٰ!                                      سب سے آخری نبی!          احمدِ مجتبیٰ!                                                        سب سے آخری نبی!

آمنہ کا لاڈلا!                                                   سب سے آخری نبی!          شاہِ ہر دوسرا!                                 سب سے آخری نبی! ([3])

حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  او د ختمِ نبوت عقيده

  د صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: کله چې الله پاک حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام  پيدا کړو نو هغوئي  ته د هغوئي اولاد  وروښودلے شو، هغوئي پۀ خپل اولاد کښې بعضې د بعضو نه افضل وليدل، بس


 

 



[1]... فتاوی رضویہ، جلد:14، صفحہ:333 خلاصۃً۔

[2] ... مسلم، کتاب القدر، باب حِجاج آدم و موسیٰ علیہما السَّلام، صفحہ:1023، حدیث:2653۔

المواهب اللدنيه،المقصد الاول،جلد۱،صفحه :۲۸

[3] ... وسائلِ فردوس، صفحہ:85۔