Akhri Nabi Tashreef Le Aye

Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye

کړو، خپلو بچو ته يـې هم وښائيو، زمونږ د ټولو پۀ دِيني، اِيماني ذمه وارو کښې د ټولو نه اهمه ذمه واري (Responsibility) ده چې مونږ د خپلو بچو رګ رګ ته د ختمِ نبوت عقيده کوزه کړو۔ خپل * کور والؤ ته * بچو ته * خوريونو * وريرونو ته * غرض هر يو هٰغه ماشوم ته کوم چې خبرې کولے شي، هغوئي ته دا عقيده داسې رَټه کړو چې هغوئي د خوب نه هم راويښ کړے شي او پوښتنه ترينه وکړے شي نو هغوئي هم دا يوه نعره ولګوي:

مُحَمَّدِ مصطفےٰ!                                      سب سے آخری نبی!          احمدِ مجتبیٰ!                                                        سب سے آخری نبی!

آمنہ کا لاڈلا!                                                   سب سے آخری نبی!          شاہِ ہر دوسرا!                                 سب سے آخری نبی!

تاجدارِ انبیا!                                                    سب سے آخری نبی!          ہیں حبیبِ کبریا!                         سب سے آخری نبی!([1])

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه دا ډيرې ښکلې نعرې ورکړې دي، دا نعرې خپلو بچو ته يادې کړئ، د اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله ده: سب سے آخری نبی۔ دا رساله د مکـتبة الـمدينه نه حاصله کړئ! يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ډاؤن لوډ کړئ! پخپله يـې هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير معلومات به درته حاصل شي او که الله پاک وغوښتل نو د ايمان د حفاظت ذريعه به هم جوړه شي۔

ځان يـې قربان کړو خو ايمان يـې خرڅ نۀ کړو

  مسيلمه کذّاب نومې يو بدبخته وو، چا چې د تاجدارِ ختمِ نبوت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ظاهري ژوند مبارک کښې د نبوت د دروغو دعویٰ کړې وه، يو ځل هٰغه بے مُهارا [مسليمه کذاب] صحابئ رسول حضرت حبيب بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ګرفتار کړو۔ مسيلمه


 

 



[1] ... وسائلِ فردود، صفحہ:85۔