Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
آمنہ کا لاڈلا! سب سے آخری نبی! شاہِ ہر دوسرا! سب سے آخری نبی!
تاجدارِ انبیا! سب سے آخری نبی! ہیں حبیبِ کبریا! سب سے آخری نبی!([1])
د سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د فرمان خُلاصه ده: که چرې د نبوت د دعويدار نه دې د پاره معجزه وغوښتلے شوه چې دا دروغژن دے، لہٰذا معجزه به اونه ښودلے شي، چې اوئې نه ښائي نو ذليله او رسوا به شي، پۀ دې نيت سره د معجزې ښودلو وئيلو کښې هيڅ باک نشته، البته که د تحقيق د پاره معجزه وغوښتلے شوه چې وګورم چې دا معجزه هم ښودلے شي که نۀ نو پۀ دې نيت سره د دروغو نبي نه د معجزې غوښتنه کوونکے به فوراً کافِر شي۔ ([2])
د الله پاک پناه۔۔۔!!
ایماں پہ رَبِّ رحمت دے دے تُو استقامت دیتا ہوں واسطہ میں تجھ کو ترے نبی کا([3])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د نن سبا د فتنو نه پۀ دې ډک دور کښې د عاشقان رسول دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي پۀ زړونو کښې د عشقِ رسول رابيدارولو، د نيکۍ د دعوت ورکولو او د اُمَّت د نيک نـمونځ ګزاره جوړولو کوشش کښې مصروف دے، تاسو هم د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره خپل تړون نور هم مضبوط کړئ! د ذيلي حلقے پۀ 12 ديني کارونو کښې پوره برخه واخلئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او د دُنيا بے شميره برکتونه به مو نصيب شي۔ پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول هم دي۔
* د سحر د نـمونځ د پاره خلق راپاڅول د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم