Akhri Nabi Tashreef Le Aye

Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye

د ختمِ نبوت د عقيدے اهميت

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خبره هميشه ياد ساتئ چې د ختمِ نبوت عقيده څۀ د معمولي اهميت والا عقيده نه ده بلکې دا د دِين د ضرورتونو نه ده يعنې پۀ اِسلام کښې چې کوم اهميت د توحيد د عقيدے دے، هم هٰغه اهميت د ختمِ نبوت د عقيدے هم دے، د مسلمانيدو د پاره چې څنګه د لَا اِلٰہَ اِلَّا اللہ اِقرار کول ضروري دي، هم دغه شان خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آخري نبي منل هم ضروري دي۔ کلمه طَيبه د کومې د لوستلو سره چې کافِر مسلمانيږي لَا اِلٰہَ اِلَّا للہُ مُحَمَّدُ رَّسُوْلُ اللہ پۀ دې کلمه کښې چې کوم مُحَمَّد لفظ دے، د هغې نه بَل څوک نۀ بلکې د خدائے هٰغه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مُراد دے، د چا پۀ سر باندې چې رَبِّ کائنات د خَاتَمُ النَّبِیّٖن تاج کيښودے دے، ځکه چې کوم بنده کلمه طيبه خو ووائي خو حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آخري نبي اونه مني، هغۀ چرې، چرې هم مسلمان نشي کيدے۔

بعد آپ کے ہر گز نہ آئے گا نبی نیا                                                               واللہ ! اِیماں ہے مرا، اے آخری نبی

*-*-*-*

عقیدہ سب صحابہ کا !               سب سے آخری نبی!       عقیدہ اَہْلِ بیت کا !                     سب سے آخری نبی!

نظریہ غوثِ کا !                                       سب سے آخری نبی!       اَوْلیا کا نظریہ !                                               سب سے آخری نبی! ([1])

د ختمِ نبوت نه د منکرو عبرتناک انجام

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاريخ ګواه دے چې چا هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ختمِ نبوت نه اِنکار کړے دے او پۀ دې يـې د ډاکې اچولو کوشش کړے دے، د هغۀ انجام ډير عبرتناک شوے دے، پۀ آخرت کښې چې د هغۀ د


 

 



[1] ... وسائلِ فردوس، صفحہ:85۔