Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المُرتضٰی، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل زۀ بيمار ووم، د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت مبارک کښې حاضر شوم، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زۀ پۀ خپل ځائے باندې ودرولم او پخپله پۀ نـمونځ کښې مصروف شو، بيا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل څادر مبارک څۀ حصه پۀ ما باندې راواچوله، (د نـمونځ نه پس يـې) وفرمائيل: اے علي! تۀ ښه شوې، پۀ تاته څۀ تکليف نشته، ما چې د الله پاک نه څۀ د ځان د پاره وغوښتل، ستا د پاره مې هم وغوښتل او ما چې څۀ وغوښتل، الله پاک ما ته راعطا کړل خو ما ته دا وفرمائيلے شول چې لَا نَبِیَّ بَعْدَکَ يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو نه پس څوک نبي نشته۔ حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زۀ هٰغه وخت داسې ښه شوم لکه چې هډو بيمار نه ووم۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا ډير مشهور، ډير مختصر او د ختمِ نبوت د عقيدے بالکل واضحه او صفا صفا بيانوونکے ډير ښکلے حديثِ پاک دے: لَا نَبِیَّ بَعْدِی زما نه پس څوک نبي نشته۔ بالکل هم دا الفاظ يا د دې سره ميلاويدونکي، د دې معنې او مفهوم الفاظ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو ځل نۀ بلکې بيا بيا، پۀ ډيرو موقعو باندې ارشاد وفرمائيل۔ لہٰذا د کوشش کولو سره دا مختصر شان حديثِ پاک مونږ له هم زباني يادول پکار دي او بچو ته هم يادول پکار دي، څۀ حديث شريف دے: لَا نَبِیَّ بَعْدِی زما نه پس څوک نبي نشته۔ ([2])
خُود میرے نبی نے بات یہ بتا دی: لَا نَبِیَّ بَعْدِی! ہر زمانہ سُن لے یہ نوائے ہادِی: لَا نَبِیَّ بَعْدِی!