Akhri Nabi Tashreef Le Aye

Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye

  خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دوه روايتونه چي ما عرض کړل، د دې نه دوه خبرې د زدکړې د پاره ميلاويږي،

(1): د ولادت پۀ شپه د ذِکرِ مصطفےٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محفلونه

وړومبۍ خبره دا ده چې پۀ کومه شپه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته تشريف راوړلو، داسې نه ده چې پۀ هٰغه شپه انسانانو د هغوئي د راتللو خبرې نه کولې، هسې خو اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * پۀ ټول کائنات کښې خوشحالۍ خوشحالۍ وې * ستوري راټيټيدل * کعبه خوشحاله وه * فرښتے د مبارکو سره حاضريدلې * پۀ عرش او فرش باندې خوشحالۍ وې، اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وائي:

عرش پہ تازہ چھیڑ چھاڑ، فرش میں طرفہ دُھوم دھام  کان جدھر لگائیے! تیری ہی داستان ہے([1])

  وضاحت: پۀ عرشِ اعظم باندې عجبيه قِسمه کيفيت راغلے وو او پۀ زمکه باندې عجيبه او ناشنه دهوم دهام والا سما جوړه شوي  وه، چې کوم اړخ ته به دې غوږ کيښودو، غوربه دي کوو، ستاسو ذکرِ پاک، او ستاسو چرچي  وې، فرښتے، ځناور، مرغۍ، وَنې بوټي او کاڼي غرض دا چې ټول مخلوقات د هغوئي پۀ ذِکر کښې مصروف وو۔

هر طرف ته خو د هغوئي خبرې کيدلې خو د دې دا مطلب نه دے چې دا خبرې پۀ نورو مخلوقاتو کښې وې، پۀ انسانانو کښې نه وې، داسې هيڅکله هم نه ده، هٰغه خلقو کومو چې تر هٰغه وخته پورې منل، اهلِ کتاب وو، هغوئي د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړلو محفلونه راجوړ کړي وو۔

ہر جان منتظر ہے، ہر دیدہ رہ نگر ہے                                                                          غوغا ہے مرحبا کا صبحِ شبِ وِلادت

کس داب کس ادب سے، کس جوش، کس طرب سے   پڑھتے ہیں ان کا کلمہ صبحِ شبِ وِلادت([2])


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحہ:95۔

[2]... ذوقِ نعت، صفحہ:89۔