Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
پاره کوم ذِلَّت دے، هغه خو هسې هم دے، الله پاک داسې خلق پۀ دُنيا کښي هم ذليله او رسوا کوي۔
د ډيره غازي خان پۀ اِلٰه آباد علاقه کښې يو ګُستاخ او بکواس کوونکے انسان اوسيدو چا چې صرف د ختمِ نبوت نه انکار نۀ کولو بلکې چې چرته به ورته هم موقع ميلاويدله، د خپلې غلطې عقيدے تبليغ به يـې هم شروع کولو، د ختمِ نبوت د عقيدے پۀ باره کښې به يـې ډير بکواس کولو، الله پاک ته خو مخامخ کيدل دي، هٰغه بدبخته هم مُردار شو، يوه ورځ دا هم دغه شان د ختمِ نبوت د عقيدے پۀ باره کښې پۀ بکواس کولو مُردار شو۔ کوم خلق چې د هغۀ هم خياله وو، د هغۀ پۀ شان عقيدے يـې لرلې، هغوئي د هٰغه ګستاخ د مسلمانانو پۀ هديره کښې د ښخولو پټ پروګرام جوړ کړو خو د دې نه مسلمانان خبر شول، مسلمانانو د علاقے د پوليس سره رابطه وکړه او هغوئي يـې د مسلمانانو پۀ هديره کښې د ښخولو نه منع کړل۔ نو هٰغه ګستاخ پۀ بيل ځائے کښې ښخ کړے شو، چې کله څنګ قبر ته کوز کړے شو، خلق لا واپس راروان وو چې پۀ قبر کښې وور بَل شو، د هغۀ د قبر نه پورته کيدونکې د وور لمبې تر دريو ورځو پوري ښکاريدلې، خلقو به هغې ته کتل او عبرت به يـې حاصلولو، آخر درې ورځې پس قبر وچاودلو او هلته يوه ډيره ژوره کنده جوړه شوه۔ خبر خور شو او خلق به د ډير لرې لرې نه د هغه عبرتناکه منظر ليدلو د پاره راتلل، آخر هٰغه کنده د کاڼو ته ډکه کړے شوه۔
مٹ گئے، مٹتے ہیں، مٹ جائیں گے اعدا تیرے نہ مٹا ہے نہ مٹے گا کبھی چرچا تیرا ([1])
وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو دښمنان مخکښې هم ختم شول، اوس به