Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
هغې عبادت کوونکي ډوب کړل۔
تُنْقَلُ مِنْ صَالبٍ إِلَى رَحِمٍ إِذَا مَضَى عَالَمٌ بَدَا طَبَقُ
تاسو د پاکو ملاګانو نه د رحمونو طرف ته رابدليدۍ، د يوې طبقے نه پس بَله طبقه ظاهره شوه
وَأَنْتَ لَمَّا وُلِدْتَ أَشْرَقَتِ الْأَرْضُ وَضَاءَتْ بِنُورِكَ الْأُفُقُ
ستاسو د ولادت پۀ وخت زمکه روښانه شوه، اسمان ستاسو پۀ نُور باندې روښانه شو
فَنَحْنُ فِي الضِّيَاءِ وَفِي النُّورِ وَسُبُلِ الرَّشَادِ نَخْتَرِقُ([1])
مونږ د دغه نُور پۀ رڼا کښې د هدايت پۀ لارو باندې روان يو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما دے، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم موجود دي، پۀ دغه نُوراني محفل کښې حضرت عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نُور والا آقا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلاد ولوستلو۔ هم دې ته خو ميلاد وائي۔ معلومه شوه چې مِيلاد کول څۀ نوې خبره نۀ ده بلکې هم د شروع نه د مسلمانانو طريقه ده۔
علامه سهيلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: شيطان 4 کرته په چغو ژړلي دي: (1): چې کله ملعون شو (یعنې د بارګاہِ الٰہی نه ورټلے شو) (2): چې کله زمکې ته راکوز شو (3): د سُوْرَۂِ فَاتِحَة د نازليدو پۀ وخت او (4): د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِلادتِ باسعادت پۀ وخت۔ ([2])
د حضرت عِکرمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: د رَحْمَةٌ لِّلعٰلَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ولادت چې وشو نو شيطان ووئيل: د شپې يو ماشوم پيدا شو کوم چې به زمونږ کار خراب کړي۔ د هغۀ