Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې نه معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ميلاد کول يعنې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دُنيا ته پۀ تشريف راوړلو باندې زيري ورکول، د ولادت باسعادت پۀ وخت د ذِکرِ پاک محفل راجوړول زمونږ پۀ شريعت کښې خو هسۍ هُم جائز دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ مخکښينو شريعتونو کښې هم جائز وو۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مسلمانان هم د شروع نه د خپلې زمانے د تقاضو مطابق دا نيک کار کوي۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم د ذِکرِ ميلاد محفلونه راجوړ کړي دي۔ د برکت حاصلولو د پاره صرف يوه واقعه اورو: پۀ روايتونو کښې دي: رسولِ انور، شاهِ بحر و بهر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غزوۀ تبوک نه واپس تشريف راوړلو، هٰغه وخت حضرت عباس بن عبدُ المُطَلِب رَضِىَ اللهُ عَـنْهما پۀ ذِکرِ ميلاد باندې د خپلو څو ليکلے شوو شعرونو د لوستلو اجازت وغوښتو، سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ورته اجازت عطا کړلو نو هغوئي د خپلې ميلاد د قصيدې شعرونه ووئيل، پۀ هغې کښې يو څو شعرونه دا دي:
قَبْلَهَا طِبْتَ فِي الظِّلَالِ وَفِي مُسْتَوْدَعٍ حَيْثُ يُخصَفُ الوَرَقُ
تاسو د ولادت نه مخکښېٍ پۀ سورو کښې وئ يعنې پۀ جنَّت کښې دننه، د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ ملا کښې
ثُمَّ هَبَطْتَ الْبِلَادَ لَابَشَرٌ اَنْتَ وَلَا مُضْغَةٌ وَلَا عَلَقُ
بيا هم د آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ ملا کښې زمکې ته راکوز شوئ، هغه وخت تاسو نۀ پۀ انساني شکل کښې وئ، نۀ مُضغَه نۀ عَلَقَه (دا د حمل پۀ وړومبو ورځو کښې د ماشوم د دوو حالاتو نومونه دي)
بَلْ نُطْفَةٌ تَرْكَبُ السَّفِينَ وَقَدْ اَلْجَمَ نَسْرًا وَأَهْلَهُ الْغَرَقُ
تاسو د نوح پۀ ملا پۀ کشتۍ کښې سوارۀ شوئ، چې طوفان کله د دروغو خُدايان او د