Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
هم ختم شي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! آئنده به هم باقي نه پاتې کيږي خو ستاسو ذِکرِ خير نۀ چرې ختم شوے وو او نۀ به ختم شي۔
چې کله د يو قادياني قبر وسپړدلے شو
د تونسه شريف واقعه ده۔ يو ډير مالداره قاديانے وو (قاديانے هغۀ ته وئيلے شي څوک چې مرزا غُلام احمد قادياني نبي ګڼي، هغۀ ته مرزائي او احمدي هم وئيلے شي، قاديانيان د ختمِ نبوت منکر او کافِران او مُرتد دي، چې کله دا قاديانے مړ شو نو) قاديانيانو هغۀ د مسلمانانو د جومات پۀ انګړ کښې (يعنې د نـمونځ کولو د ځائے نه بار د چار ديوارۍ دننه) ښخ کړو۔ مسلمانانو له پۀ دې خبره باندې ډير غيرت ورغلو چې يو قاديانے کوم چې د تاجدارِ ختمِ نبوت منکر وي، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګستاخ وي، هغۀ دې د مسلمانانو د جومات پۀ چار ديوارۍ کښې دننه ښخ کړے شي۔ نو د حکومتي ادارو نه غوښتنه وکړے شوه چې هٰغه مُرتد دې فوراً د جومات نه وويستلے شي۔ د ډير محنت نه پس آخر د مسلمانانو غوښتنه ومنلے شوه او حکومت حکم وکړو چې هغۀ دې د جومات نه وويستلے شي او چرته بل ځائے دې ښخ کړے شي۔ بيا د هغۀ قبر وسپړدلے شو۔
الله! الله! څنګه چې د هغۀ بد انجامه قبر وسپړدلے شو، ډير سخا بوئي ترې راخور شو او پۀ ټوله علاقه کښې خور شو، دومره سخا بوئي وو چې پۀ خلقو باندې يـې سرونه وګرځول او د خلقو د سترګو نه اوښکې روانې شوې۔ د خلقو الغاؤ تلغاؤ شروع شو۔ ډير مُردار او ګنده مړے چې کله د قبر نه بهر راويستے شو نو قبر کنستونکي هم ويريدل۔ خير څۀ پۀ چل وَل يـې مُردار مړے راويستو او قاديانيانو ته يـې حواله کړو۔ بيا قاديانيانو هغۀ د يو کور پۀ دالان کښې ښخ کړو۔ د هغۀ سخا بوئي لا خوريدلو، پۀ يو څو ورځو کښې پۀ کور کښې داسې سخا بوئي شو چې اوسيدل پکښې ګران شو۔ آخر قاديانيان تنګ شو او هغۀ يـې د هٰغه ځائے نه هم ويستو او چرته لرې يـې پۀ پټو کښې ښخ کړو۔ د دې منظر پۀ خپلو