Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
سترګو ليدونکي وائي: چې کله پۀ دويم ځل هٰغه د ختمِ نبوت منکر راويستے شو نو د هغۀ سخا بوئي پۀ ميلونو لرې پورې خور شو او خلقو تر ډيرو ورځو پورې هٰغه سخا بوئي محسوسولو۔ دا عبرتناکه واقعه چې يـې وليدله نو ډير قاديانيان مسلمانان شول، پۀ کومو کښې چې بعضې د مړي د خاندان خلق هم شامل وو۔
داسې د سيالکوټ يوه واقعه ده، هلته رمضان نومې يو کَس وو چا چې به قبرونه کنستل، د هغۀ وينا ده چې يوه ورځ زما خوا له څۀ قاديانيان راغل او ما ته يـې د قبر کنستو د پاره ووئيل، ما ته معلومه نه وه چې قاديانيان څوک دي؟ لہٰذا ما قبر وکنستو، چې کله هٰغه قاديانيانو خپل مړے د ښخولو د پاره راوړو نو ما او هلته کښې موجودو خلقو پۀ خپلو سترګو باندې وليدل چې ناڅاپه قبر د مارانو نه ډک شو، پۀ يو پسې بَل مار پته نه لګي چې د چرته نه راتللو، هٰغه وخت طوفان هم شروع شو او د دې سره سره د قبر نه د وور لمبې هم راختلې۔
بيا هٰغه قاديانيانو ما ته د يو بَل قبر کنستو ووئيل، ما پۀ يو بَل ځائے کښې کدائي وکړه، چې څنګه په هٰغه قبر کښې هٰغه ګستاخ قاديانے کيښودے شو نو د قبر نه ډير وحشت ناک اوازونه راتلل شروع شول، د کومو د اوريدو سره چې ټولو مړے هم هلته پريښودو او د ويرې نه وتښتيدل، تر دې پورې چې د مړي اولاد هم وتښتيدو۔ د هٰغه ګستاخ مړے تر دريو ورځو پورې هم داسې پۀ هديره کښې پروت وو، آخر خلقو پۀ هغۀ باندې خاورې واچولې او هغۀ يـې پټ کړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے د ختمِ نبوت د منکرينو عبرتناک انجام۔۔۔!! اصلي