Akhri Nabi Tashreef Le Aye

Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل چې د درودِ پاک پۀ برکت سره پۀ حضرت محمد بن سعيد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې څنګه کرم وشو۔۔۔! الله پاک دې مونږ ته هم د زيات درودِ پاک لوستلو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!       ***      صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان اوريدلو  نيتونه

  پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])

  اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً نيت وکړئ چي * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!     ***     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

آخري سور ستورے

  حضرت مالِک بن سِنَان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي هٰغه خوش قِسمته دے چې کله د غزوۀ اُحُد پۀ موقع باندې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زخمي شو نو هغوئي د هٰغې زخم مبارک نه وينه وڅښله او تيره يـې کړله، چې کله د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سُلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پاکه، مبارکه، مقدسه وينه د هغوئي بدن مبارک ته کوزه شوه نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: څوک چې جنَّتي ليدل غواړي، هغۀ دې مالِک بن سِنَان وويني۔ ([2])


 

 



[1]... بخاری، کتاب بدء الوحی، صفحہ:65، حدیث:1 ۔

[2]... سنن سعيد بن منصور، كتاب الجهاد، باب من جرح فى سبيل الله، ٢/٢٢١، حديث:٢٥٧٣ ملخصًا