Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
هغوئي د ټولو نه پۀ آخره کښې اوچت او روښانه نُور وليدلو، عرض يـې وکړو: یَا رَبِّ! مَنْ ہٰذَا؟ اے الله پاکه! دا څوک دے؟ ارشاد وشو: اے آدمه! دے ستاسو ځوي احمد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) دے، دے اَوَّل دے، دے آخِر دے، دے هغه دے کوم چې به (د قيامت پۀ ورځ) د ټولو نه مخکښې شفاعت کوي، د دوئي شفاعت به د ټولو نه مخکښې قبلولے شي۔ ([1]) * د صحابئ رسول حضرت جابِر بن عبد الله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک د نبي حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام د دواړو اوګو ترمينځه ليکلي شوۍ وو: مُحَمَّد رسول اللہ خَاتَمُ النَّبِیّٖن ”مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک رسول او د ټولو آخري نبي دے۔“ ([2])
تاجدارِ انبیا! سب سے آخری نبی! ہیں حبیبِ کبریا! سب سے آخری نبی!
عقیدہ سب صحابہ کا! سب سے آخری نبی! عقیدہ اَہْلِ بیت کا! سب سے آخری نبی! ([3])
د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پۀ هندوستان کښې راکوز شو، هغوئي لږه شان ويره محسوس کړه نو حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام راغلو، هغوئي اذان وکړو، کله چې هغوئي اَشْہَدُ اَنَّ مُحَمّدًا رَّسُوْلُ اللہ ووئيل نو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام پوښتنه وکړه: مَنْ مُحَمَّد؟ يعنې مُحَمَّد څوک دے؟ جبريل عَلَیْهِ السَّلَام ووئيل: اٰخَرُ وَلَدِکَ مِنَ الْاَنْبِیَاء يعنې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ستاسو پۀ اولاد کښې د ټولو آخري نبي دے۔ ([4])