Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
کذاب د حضرت حبيب بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه پوښتنه وکړه: اَ تَشْہَدُاَنَّ مُحَمَّداً رَسُوْلُ اللہ آيا تۀ ګواهي ورکوې چې مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) د الله رسول دے۔ اوئې فرمائيل: بالکل زۀ ګواهي ورکووم چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله رسول دے۔ مسيلمه بيا پوښتنه وکړه: اَ تَشْہَدُ اَنِّی رَسُوْلُ اللہ؟ آيا تۀ ګواهي ورکوې چې زۀ د الله رسول يم؟ اوئې فرمائيل: زما غوږونه ستا د دې خبرې اوريدو د پاره کاڼه دي۔ مسيلمه چې دا خبره واوريدله نو غصه ورغله، نو د هغۀ پۀ حکم باندې د حضرت حبيب بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو مَټ کټ کړے شو۔ مسيلمه بيا خپله هٰغه پوښتنه وکړه: اَ تَشْہَدُاَنَّ مُحَمَّداً رَسُوْلُ اللہ آيا تۀ ګواهي ورکوې چې مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله رسول دے۔ اوئې فرمائيل: آؤ، بالکل زۀ ګواهي ورکووم چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله رسول دے۔ بيا يـې پوښتنه وکړه: اَ تَشْہَدُ اَنِّی رَسُوْلُ اللہ؟ آيا تۀ ګواهي ورکوې چې زۀ د الله رسول يم؟ اوئې فرمائيل: زما غوږونه ستا د دې خبرې اوريدو د پاره کاڼه دي۔ بيا د هغوئي دويم مټ هم کټ کړے شو، مسيلمه بيا خپلې پوښتنې وکړې، بيا هم هغوئي خپل هٰغه جوابونه ورکړل۔ نو د هغوئي يو ښپه هم کټ کړے شوه، بيا مسيلمه هٰغه پوښتنې وکړې۔
اوس د هغوئي دواړه مَټې د اوګو پورې کټ شوې وې، يوه ښپه يـې هم کټ شوې وه، د بدن نه يـې وينه بهيدله، ډير پۀ تکليف کښې وو خو قربان شم! ايماني جذبه وه چې بيا هم کمزورے نشو، هغوئي د خپل پوره جراءت سره بيا هم هٰغه جوابونه ورکړل، بيا د هغوئي دويمه ښپه هم کټ کړے شوه، ([1]) پۀ يو روايت کښې دي: آخر مسيلمه کذّاب هغوئي وور ته وغورځولو او شهيد يـې کړو، هغوئي تر آخري وخته پورې هم دغه وئيل: زۀ مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله رسول منم خو اے مسيلمه! تۀ د الله رسول يـې، د دې