Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
سُنَّت دي۔ * د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې د سحر د نـمونځ د پاره تللو نو اوده [خلق] به يـې راپاڅول۔ ([1]) * د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هم دغه انداز وو ([2]) او * د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علي المرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هم پۀ دې ښکلو ښکلو سُنَّتو باندې عمل کولو۔ ([3])
* تاسو هم دا سُنَّت اختيار کړئ! د سحر د نـمونځ د پاره خلق راپاڅوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي * چې نور راپاڅوئ نو پخپله به درته هم د جَمعې سره د سحر د نـمونځ کولو سعادت درنصيب کيږي * سحر سحر به مو د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب نصيب کيږي * ستاسو پۀ راپاڅولو چې څومره خلق نـمونځ کوي، د هغوئي د ټولو د نـمونځونو ثواب به هغوئي ته هم ميلاويږي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ستاسو پۀ اعمال نامه کښې به هم ليکلے کيږي۔ * سحر وختي به درته د پيدل تللو موقع ميلاويږي نو صحت به مو هم ښه کيږي * يوه اهمه فائده دا هم ده چې جومات ته به خلق ډير راځي، د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې مونږ پۀ يخنۍ کښې د سحر د نـمونځ د پاره راپاڅول شروع کړل نو نـمونځ کوونکي دومره زيات شول چې د جومات پۀ دالان کښې مو ورته شاميانې [يعنې تمبوان] ولګول۔ سُبْحٰنَ اللہ!
هيڅ ګرانه نه ده، د جَمعې د وخت نه 20، 25 منټه مخکښې راپاڅئ! د سحر د نـمونځ د پاره خو هسې هم ځئ، اواز کوئ او ځئ! جومات ته به هم ورسئ او د الله پاک پۀ فضل سره به د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب هم درنصيب شي۔ نيت وکړئ چې اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د سحر د نـمونځ د پاره به خلق راپاڅووم۔ راځئ چې ستاسو د ترغيب د پاره تاسو ته يو مَدَني سپرلے بيان کړم۔