Book Name:Akhri Nabi Tashreef Le Aye
مينځ کښې يـې لاره [يعنې کرښه] اوباسي * حضرت اَنَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ آقا و مولا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ سر مبارک اکثر تيل لګول [يعنې ويښته به يـې غوَړَوَل] او ګيره مبارکه به يـې اکثر ګمنځوله او اکثر به يـې پۀ سَر مُبارک باندې کپړه کيښودله [يعنې سر مُبارک به يـې پټولو] تر دې پورې چې کپړه به پۀ تيلو لـمده شوه۔ ([1])
تیل کی بُوندیں ٹپکتی نہیں بالوں سے رضا صبحِ عارِض پہ لُٹاتے ہیں ستارے گیسو
وضاحت: اے رضا! د سرکارِ عالي وقار، مکي مدني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو زلفو نه چې د تيلو کوم څاڅکي کيږي، ما ته خو دا ننداره داسې لګي لکه څنګه چې د ستورو ډکه شپۀ د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخ مبارک باندې، پۀ رُخِ وَالضُّحٰی باندې ستوري نولي۔ د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شيخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او اوئې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اِسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
آؤ مدنی قافِلے میں ہم کریں مل کر سفر سنّتیں سیکھیں گے اِس میں اِنْ شَآءَ اللہ سر بَسَر
جو بھی شیدائی ہے مدنی قافِلوں کا یاخدا! دوجہاں میں اُس کا بیڑا پار فرما یاخدا!
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! *** صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد