Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
لَا رَیْبَ ﶈ فِیْهِ ۚۛ-هُدًى لِّلْمُتَّقِیْنَۙ(۲) (پارہ:1، سورۀ بقرہ: 2)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه لويه مرتبه لرونکے کتاب چې د هيڅ شك ګنجائش پكښې نشته.
انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته دوه څيزونه پۀ خصوصيت سره عطا کولے شي: (1): وَحي او (2): معجزہ۔ دا دواړه بيل بيل څيزونه وي۔
وَحي راځي د مخلوق د هدايت د پاره، دا لکه چې يوه دعویٰ وي، يعنې نبي عَلَیْهِ السَّلَام خلقو ته د الله پاک کلام بيانوي او لکه چې دا دعویٰ کوي چې زۀ د الله پاک نبي يم، او دا کلام الله پاک پۀ ما باندې نازِل کړے دے۔ د دې دعوې د دليل د پاره انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته معجزې عطا کولے شي، يعنې خلق چې کله دليل غواړي چې مونږه څنګه اومنو چې تاسو د الله پاک نبي يئ نو انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام معجزې ښکاره کوي۔ لکه څنګه چې حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د فرعون دربار ته تشريف يوړلو، د نبوت اِعلان يـې وفرمائيلو نو فرعون پۀ دې باندې دليل وغوښتو، حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام خپله اَمسا [يعنې عصا] کومه چې د لرګي وه، پۀ زمکه باندې وغورځوله، نو د هغې نه فوراً مار جوړ شو۔ دا معجزه وه۔
دغه شان نورو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته هم دا دوه خصوصي څيزونه وَحي او معجزې عطا کولے شي خو قربان شم! الله پاک خپل محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ناشنا شان عطا کړے دے۔ الله پاک سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته بے شميره معجزې خو عطا کړې دي، د دې سره سره چې يـې پۀ هغوئي باندې کومه وَحي نازله کړله، د قرآنِ کريم کوم کلام يـې چې پرې نازل کړو، هغه يـې هم د هغوئي معجزه جوړه کړه۔ يعنې پۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې يـې د داسې شان والا وَحي نازله کړله چې فرض کړئ د قرآنِ کريم سره بله څۀ معجزه نۀ وے عطا کړے شوې، نو بيا هم