Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

قرآنِ کريم پخپله د دې خبرې دليل دے چې دا د يو بنده نۀ بلکې د الله پاک کلام دے۔

قرآن او صدقاتِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

وګورئ چې کافرانو پۀ رښتوني نبي، ښه نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې اعتراض کړے وو:

بَلْ قَالُوْۤا اَضْغَاثُ اَحْلَامٍۭ بَلِ افْتَرٰىهُ بَلْ هُوَ شَاعِرٌ        (پارہ:17، سورۀ انبیا:5)     

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بلکې (کافرانو) ووئيل: د دروغو خوبونه دي بلکې پخپله دې (نبي) له خپله طرفه راجوړ کړي دي بلکې دا شاعر دے۔

دا کافرانو پۀ رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې (مَعَاذَ الله!) اعتراض وکړو چې کوم کلام ته تاسو وَحي وايئ، دا د الله پاک کلام نۀ دے۔ پۀ دې باندې د دې ثابتولو د پاره چې دا واقعي ده چې د الله پاک کلام دے او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واقعي ده چې د الله پاک رښتونے نبي دے، د يو بيل دليل ضرورت نۀ وو، الله پاک وفرمائيل:

وَ اِنْ كُنْتُمْ فِیْ رَیْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰى عَبْدِنَا فَاْتُوْا بِسُوْرَةٍ مِّنْ مِّثْلِهٖ۪-وَ ادْعُوْا شُهَدَآءَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ(۲۳) (پارہ:1، سورۀ بقرہ:23)                            

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او که ستاسو د دې کتاب پۀ باره كښې څۀ شك وي کوم چې مونږ پۀ خپل خاص بنده باندې نازل کړے دے نو تاسو د دې پۀ شان يو سورت راوړئ او د الله نه سِوا خپل ټول مددګاران هم راوبلئ۔

يعنې اے د مکې کافِرانو! که ستاسو شک وي چې د دې کوم کلامِ مجيد چې زمونږه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تلاوت کوي، دا د الله پاک کلام نۀ دے نو بيا داسې کلام تاسو هم