Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
حروف راځي، مثلاً الٓمّٓ، الٓمّٓصٓ الٓرٰ " وغيره۔ دې ته حروفِ مُقَطَّعَات وئيلے شي۔ د مُقَطَّعَات پۀ باره کښې صحيح او پخه خبره دا ده چې اَللہُ وَ رَسُوْلُہٗ اَعْلَمُ بِمُرَادِہٖ يعنې د دې حروف مُقَطَّعَات پۀ مطلب او معنیٰ باندې الله پاک بهتر پوهيږي يا د الله پاک پۀ عطا سره د هغۀ محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پرې پوهيږي۔ ([1])
مِیَانِ طالِب و مَحْبُوب رَمْزَیْسْت کراماً کاتِبِیں رَاہَم خَبَر نَیْسْت
مفهوم: يعنې الله پاک او د هغۀ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مينځ کښې داسې رازونه هم دي کوم چې کراماً کاتِبِين او فرښتو ته هم معلوم نۀ دي۔
د مسلمانانو وړومبے خليفه حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: فِي كُلِّ كِتَابٍ سِرٌّ وَسِرُّ اللَّهِ تَعَالیٰ فِي الْقُرْآنِ اَوَائِلُ السُّوَر يعنې د هر کتاب يو راز وي او پۀ قرآنِ کريم کښې د الله پاک راز د سورتونو پۀ شروع کښې راتلونکي حُروفِ مُقَطَّعات دي۔ ([2])
يو ځل رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سُورَۀ بَقَره تِلاوت کولو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ولوستل:
الٓمّٓۚ(۱) ذٰلِكَ الْكِتٰبُ
حُيَي بِن اَخطَب څوک چې يهودي وو، هغۀ ته چې کله معلومه شوه نو هغۀ پۀ تادۍ