Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د جُـمعةُ الـمبارک پۀ تيرو يو څو اجتماعاتو کښې مونږه د سورۀ فاتحه وضاحت او د هغې نه د ميلاؤيدونکو اهمو مَدَني ګلونو د اوريدو سعادت حاصل کړو، د نن نه به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! سُورۀ بَقَره شروع کيږي، الله پاک دې مونږ ته د پوره ذوق او شوق سره د پوره بيان د اوريدو، پۀ دې باندې د پوهيدو او نورو ته د رسولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د سُورةُ الـبَقَرَه مختصر تعارف او فضائل
* سُورۀ بَقَرَه پۀ مدينه منوره کښې نازل شوے د ټولو نه وړومبے سورت دے۔ ([1]) * پۀ دې کښې 40 رکوع او 286 آيتونه دي۔ ([2]) * سُورۀ بَقَرَه د قرآنِ کريم د ټولو نه لوئي، ډير د برکت والا او د فضيلت والا سورت دے * حضرت اَنَس بن مالِک رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ فرمائي: پۀ (صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان) کښې چې به کله چا سُورۀ بَقَرَه او سُورۀ آلِ عمران زده کړو نو پۀ مونږ کښې به هغوئي ډير د اوچتې مرتبے والا ګڼلے کيدلو۔ ([3]) * پۀ حديثِ پاک کښې سُورۀ بَقَرَه او سُورۀ آلِ عمران ته زَهرَاوَين (دوه پړقيدونکي سورتونه) وئيلے شوي دي۔ رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اِقْرَؤُوا الزَّھْرَاوَیْنِ اَلْبَقَرَۃَ وَسُوْرَۃَ آلِ عِمْرَان يعنې د دوو پړقيدونکو سورتونو سورۀ بَقَرَه او د سُورۀ آلِ عمران تلاوت کوئ! ځکه چې د قيامت پۀ ورځ باندې به دا دواړه سورتونه د خپل لوستونکي شفاعت کوي۔ ([4]) * حضورِ اکرم، نورِ مُجَسَّم فرمائي: اِقْرَءُوا سُوْرَۃَ الْبَقَرَةِ فَاِنَّ اَخْذَهَا بَرَكَةٌ وَتَرْكَهَا حَسْرَةٌ وَلَا يَسْتَطِيعُهَا الْبَطَلَةُ يعنې د سُورَ بَقَرَه