Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې د دې خبره ذِکر وکړو نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ثابِت بن قيس به ضرور د شپې د سُورۀ بَقَره تلاوت کوي۔ نو د حضرت ثابِت بن قيس رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ نه چې پۀ دې باره کښې پوښتنه وکړے شوه نو هغوئي ووئيل: آؤ! واقعي چې زۀ د شپې د سُورۀ بَقَره تلاوت کووم۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سُورۀ بَقَره د لوستلو څنګه څنګه برکتونه دي! چې مونږه هم نيت وکړو چې روزانه به د سُورۀ بَقَره څۀ نا څۀ تلاوت لازمي کوو۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔
چھوڑو! یہ ظلمتوں کے شکوے کرو نہ ہر دَم ہے روشنی کی خواہش؛ قرآن پڑھ کے دیکھو
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د سُورۀ بَقَره د وړومبي او دويم آيت پۀ باره کښې به نن مونږه د يو څو مَدَني ګلونو د اوريدو سعادت حاصلوو۔ الله پاک دې زمونږه د قرآن د نُور نه حصه نصيب کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د سُورَةُ البَقَره، آيت: 1 او 2
الله پاک د سُورَۀ بَقَره پۀ آيت 1 او 2 کښې ارشاد فرمائي:
الٓمّٓۚ(۱) ذٰلِكَ الْكِتٰبُ لَا رَیْبَ ﶈ فِیْهِ ۚۛ (پارہ:1، سورۀ بقرہ:1-2)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: الٓـمّٓ۔ هٰغه لويه مرتبه لرونکے کتاب چې د هيڅ شك ګنجائش پكښې نشته.
الٓمّٓ: دا حروفِ مُقَطَّعَات دي۔ د قرآنِ کريم د مختلفو سورتونو پۀ شروع کښې داسې