Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

وضاحت: * د دې مسئلې طرف ته عام طور ډيره توجه نۀ کيږي * ډير ځل ليدلے شوي دي چې ښپې د زمکې نه اوچتې کړے شوې وي * څوک چې پۀ زمکه باندې ښپې لګوي، پۀ هغوئي کښې داسې ډير دي کوم چې صرف د ګوتو سرونه پۀ زمکه باندې لګوي * مسئله ډيره د يادولو ده: پۀ سجده کښې پۀ لس واړه ګوتو کښې د يوې خِيټه پۀ زمکه باندې لګول فرض دي، د دواړو ښپو د دريو دريو ګوتو خِيټې لګول واجب دي او د لس واړو ګوتو خِيټې لګول او د ګوتو د قبلې اړخ ته کول سُنَّت دي * که پۀ سجده کښې ښپې د زمکې نه اوچتې کړے شوې، يوه ګوته هم پۀ زمکه اونه لګولے شوه نو نـمونځ به يـې نۀ کيږي، بيا کول يـې فرض دي * که صرف غټه ګوته يـې ولګوله، باقي ګوتې يـې اوچتې کړې نو واجب به پاتې شي، ګناه به يـې هم کيږي او نـمونځ به هم بيا کول وي۔ ([1])

    الله پاک دې مونږ ته د نـمونځ د زده کولو او پۀ صحيح انداز کښې د ادا کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                               صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يَا رَحِیْمُ

څوک چې هره ورځ 500 کرته يارَحِيمُ لولي، دولت به بيامومي او د الله پاک د بندګانو پۀ


 

 



[1]... ماہنامه فیضانِ مدینه، جنوری 2018ء، دارالافتاء اہل سنّت، صفحه:14