Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
وَ مَنْ یُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ وَ یَخْشَ اللّٰهَ وَ یَتَّقْهِ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْفَآىٕزُوْنَ(۵۲) (پارہ:18 ، سورۀ نور:52)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د الله او د هغۀ د رسول تابعداري وکړي او د الله نه ويريږي او (د هغۀ د نافرمانۍ) نه ويريږي نو هُم دا خلق کامياب دي۔
هٰغه نوي مسلمان شوي کَس ووئيل: پۀ تورات، زبور او انجيل کښې چي کوم تعليمات دي، د هٰغه ټولو خُلاصه پۀ دې يو آيت کښې بيان کړے شوې ده، ځکه چې کله ما دا آيت واوريدلو نو پوهه شوم چې (مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے رسول او) قرآنِ کريم واقعي ده چې د الله پاک کلام دے۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم د لارَيب کتاب کيدلو يوه وجه دا هم ده چې د قرآنِ کريم هر يو لفظ 100 فيصده رښتيا دے، پۀ قرآنِ کريم کښې ډيرې زياتې پيشن ګويانې (يعنې راتلونکې خبرې بيان) کړے شوې دي او پۀ قرآنِ کريم کښې چې څومره پيشن ګويانې دي، ټولې مِن و عَن (يعنې 100 فيصده هو بهو) رښتيا ثابت شوې دي۔ د قرآنِ کريم د پيشن ګويانو صرف يو مثال واورئ!
د قبلې د بدليدو واقعه ډيره مشهوره ده، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله پۀ مکه مکرمه کښې تشريف فرما وو نو پۀ نـمونځ کښې به يـې د کعبې شريفې طرف