Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

P.H.D سکالر ایمان قبول کړو

يو P.H.D سکالر وو۔ هغۀ پۀ رياضۍ کښې P.H.D کړې وه۔ هغۀ غير مسلمه وو۔ د غير مسلمو عام طور هُم د ماشومتوب نه منفي ذهن جوړولے شي، هغوئي ته ښودلے کيږي چې قرآنِ کريم ښه کتاب نۀ دے، ځکه هغوئي ټول عمر قرآن نۀ لولي، نۀ پرې ځان پوهه کوي، نۀ پۀ هغوئي باندې حق واضحه کيږي۔ خير! دا چې کوم P.H.D سکالر وو، هغۀ يوه ورځ سوچ وکړو چې زۀ قرآنِ کريم لولم، د دې نه څۀ زده کوم خو نۀ  خو پۀ دې کښې به غلطيانې راوباسم (اَسْتَغْفِرُ الله!)

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ قرآنِ کريم کښې نۀ خو څۀ غلطي شته، نۀ پکښې هغۀ راويستے شوه او نۀ هغۀ راويستله۔ بهر حال! هغۀ د غلطيانو راويستو پۀ نيت د قرآنِ کريم لوستل شروع کړل، غلطي خو يې څۀ راويستله  خو د الله پاک د پاک کلام پۀ برکت سره هغۀ کلمه ولوستله او مسلمان شو۔

اَہْلِ منطق سر بہ سجدہ رہ گئے                           پڑھ لیا جب فلسفہ قرآن کا

هغۀ چې قرآنِ کريم ولوستلو نو کلمه يـې ولې ووئيله؟ هغه داسې کومه يوه خاص خبره وه د کومې نه چې هغۀ متاثر شو؟ پۀ دې باره کښې هغۀ پخپله يو مضمون وليکلو، پۀ دغه مضمون کښې هغۀ ليکلي دي: چې کله ما سُورۀ لَهَب ولوستلو نو زۀ پوهه شوم چې قرآنِ کريم د الله پاک کلام دے۔ الله پاک فرمائي:

سَیَصْلٰى نَارًا ذَاتَ لَهَبٍۚۖ(۳) (پارہ:30، سورۀ لہب:3)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اوس به هغۀ د لـمبو والا وور ته داخليږي۔