Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

جوړ کړئ او راوړئ! تاسو وايئ: دا قيصې دي، نو داسې قيصې تاسو هم جوړې کړئ ! که دا شاعِري ده نو تاسو د شاعرۍ پۀ ميدان کښې ډير ماهران يئ، تاسو هم داسې شاعري وکړئ او ويې ښايئ! او بيا دا هم ضروري نۀ ده چې پۀ تاسو کښې څوک يو کَس داسې وکړي، نه ۔۔۔!! تاسو ټول اَهلِ عرب يو ځائے شئ! د ټولې دُنيا شاعران راجمع کړئ! ټول شريکه داسې کلام جوړ کړئ او ويې ښايئ! که جوړ يـې نۀ کړئ او يقيناً چې تاسو به يـې جوړ نکړے شئ نو اومنۍ چې دا کلامِ مجيد، قرآنِ کريم د کوم انسان نۀ بلکې د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين کلام دے او زمونږه محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي دے۔

معلومه شوه چې نورو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته به بيله وَحي عطا کيدله، معجزه به ورته بيله عطا کولے شوه خو د محبوب نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ناشنا شان دے چې الله پاک هغوئي سراسر معجزه هم جوړه کړله او ورسره ورسره يـې ورته وَحي هم عطا کړله کومه چې صرف وَحي نۀ بلکې معجزه هم ده او دا (يعنې قرآنِ کريم) دائمي معجزه ده، خوږ آقا، احمدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دُنيا نه ظاهري پرده فرمائيلې ده خو د وَحي معجزه (يعنې قرآنِ کريم) اوس هم موجود دے، تر قيامته پورې راتلونکے يو کَس دې دا قرآنِ کريم راواخلي، پۀ رښتوني زړۀ سره، د تَعَصُّب د نظر نه دې يـې بغير ولولي، ځان دې پرې پوهه کړي نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! وائي به چې خوږ آقا مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک رښتونے نبي دے۔

د غير مسلمه ډاکټر اِعتِراف

نن د سائنس دور دے، څۀ موده مخکښې چې کله الټراساؤنډ مشين نۀ وو ايجاد شوے، سائنسدانانو لا پۀ دې باره کښې تحقيقات کول، چې د مور پۀ خِيټه کښې ماشوم څنګه جوړيږي؟ نُطفَه يو دَم انساني شکل اِختياروي که د مختلفو مرحلو نه راتيريږي او د هغې