Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

که د هغې معنیٰ هر څۀ هم وي، هغه د خوږ آقا، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صداقت دليل دے، يعنې د قرآنِ کريم هر يو آيت دا بيانوي چې

صدق نے تجھ میں یہاں تک تو جگہ پائی ہے            کہہ نہیں سکتے اُلش کو بھی تو جھوٹا تیرا

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب!                                               صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد

د قرآن د لارَيب کيدلو مختلفې وجهې

     خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:

لَا رَیْبَ ﶈ فِیْهِ ۚۛ-هُدًى لِّلْمُتَّقِیْنَۙ(۲) (پارہ:1، سورۀ بقرہ: 2)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه لويه مرتبه لرونکے کتاب چې د هيڅ شك ګنجائش پكښې نشته.

قرآنِ کريم لارَيب کتاب دے علمائے کرام د دې مختلفې وجهې، د مختلفو اړخونو نه بيان کړې دي۔

(1): د قرآنِ کریم جامعیت

د قرآنِ کريم د لارَيب کيدلو يوه وجه دا ده چې دا ډير جامِع کلام دے، د دۀ پۀ يو يو لفظ کښې د عِلم داسې سمندر ايښودلے شوے دے چې د انسان عقل ورته حيران پاتې شي * سُورۀ اِخلاص مختصر شان سُورت دے، ټول پکښې 4 آيتونه، 15 الفاظ او صرف 47 حرفونه دي۔ ([1]) پۀ دې 15 لفظونو کښې د تَوحِيد پوره عِلم بيان کړے شوے دے، علمائے کرامو د سُورۀ اِخلاص پۀ تفسير کښې پۀ سوؤنو صفحاتو مشتمل کتابونه ليکلي


 

 



[1]... تفسیرخازن، پارہ:30 ، سورۂ اخلاص، جلد:4 ، صفحه:496۔