Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے د قرآنِ کريم هم او د صاحِبِ قرآن، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم۔۔۔!!

ترے آگے یُوں ہیں دَبے لچے، فُصَحا عرب کے بڑے بڑے

کوئی جانے مُنہ میں زباں نہیں، نہیں بلکہ جسم میں جاں نہیں([1])

د حروفِ مُقَطَّعات ايمان تازه کوونکے تاوِيل

بهر حال! حروفِ مُقَطَّعَات راز دے، د دې معنیٰ څۀ ده، دا الله پاک ته بهتره معلومه ده يا د الله پاک رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته معلومه ده۔ البته مفسرينِ کرامو، علمائے کِرامو د قرآن او د حديث پۀ رڼا کښې د دې حروفِ مُقَطَّعَات جائز تاوِيلونه کړي دي، پۀ هغې کښي يو تاوِيل دا دے چې حروفِ مُقَطَّعَات پۀ اصل کښې قَسَمُونه دي، يعنې د الف نه څۀ څيز جوړيږي، الله پاک د هغې قَسم ارشاد کړلو، داسې د لام او د ميم نه هم څۀ څيز جوړيږي، الله پاک د هغې قَسم ارشاد کړلو۔ داسې د دريو قَسَمُونو ارشاد فرمائيلو سره الله پاک وفرمائيل:

لَا رَیْبَ ﶈ فِیْهِ ۚۛ-هُدًى لِّلْمُتَّقِیْنَۙ(۲) (پارہ:1، سورۀ بقرہ: 2)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه لويه مرتبه لرونکے کتاب چې د هيڅ شك ګنجائش پكښې نشته.

هٰغه څۀ څيزونه دي؟ د الف، لام او د ميم نه څۀ جوړيږي؟ پۀ دې باره کښې د مفسرينِ کرامو مختلف اقوال دي۔ عاشقِ ماهِ رسالت، اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت، شاه امام احمد


 

 



[1]... حدائقِ بخشش، صفحه:108۔