Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
دي * هُم داسې د سُورۀ کَوثَر، صِرف درې آيتونه او 10 لفظونه دي۔ ([1]) پۀ دې 10 لفظونو کښې داسې د کمال پۀ انداز کښې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان بيان کړے شوے دے او د عِلم داسې داسې لعلونه پۀ دې کښې کيښودلے شوي دي چې واه! سُبْحٰنَ اللہ! د سُورۀ کَوثَر پۀ تفسير کښې هم علمائے کرامو پوره پوره کتابونه ليکلي دي * بيا سُورۀ فاتِحه، د دې خو هُم څومره ښکلے شان دے، د دې ټول: 27 لفظونه دي، ([2]) پۀ دې 27 لفظونو کښې د څه کم يا زياتو د 104 اسماني کتابونو خُلاصه بيان کړے شوې ده۔ ([3])
داسې جامِع کلام، پۀ يو څو لفظونو کښې دومره معانې کيښودل، د عِلم داسې سمندرونه راځائے کول د انسان د وَس کار نۀ دے، يقيناً چې دا د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين کلام دے۔
غير مسلمه کلمه ولوستله او مسلمان شو
يو ځل د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ پۀ مسجدِ نبوي شريف کښې ارام فرمائيلو، ناڅاپه هغوئي واوريدل چې څوک پۀ تيز اواز د شهادت کلمه وائي۔ حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ چې سترګې وغړولې او اوئې کتل نو يو غير مسلمه وو۔ هغوئي د هغۀ نه د شهادت د کلمې وئيلو وجه اوپوښتله نو هغۀ ووئيل: ما تورات، زبور او انجيل شريف لوستلي دي، اوس ما د يو کَس نه د قرآنِ کريم تلاوت واوريدلو، هغۀ دا آيت لوستلو: