Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

پۀ دې سُورت مبارک کښې صفا صفا وفرمائيلے شو چې ابو لَهَب دوزخي دے۔ P.H.D سکالر ليکي: غور وکړئ چې ابو لَهَب هٰغه کَس دے، کوم چې به پۀ هره يوه معامله کښې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخالفت کولو، نبئ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به کله د نيکۍ د دعوت ورکولو د پاره تللو نو ابو لَهَب به ورپسې شاته شاته تللو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خلقو ته د کلمې وئيلو ترغيب ورکولو او ابو لَهَب به ورپسې اوازونه کول او وئيل به يـې: خلقو! د دۀ خبره مۀ اورئ۔ د سُورۀ لَهَب د نازليدو نه پس ابو لَهَب 10 کاله ژوندے وو يعنې د ابو لَهَب سره 10 کاله وو او قرآنِ کريم (مَعَاذَ الله!) دروغ ثابتول د هغۀ د ژبې پۀ سَر وو، دې بدبخته به پۀ هره يوه خبره کښې د الله او د رسول [صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم] مخالفت کولو خو هغۀ دلته مخالفت ونکړو، قرآنِ کريم وئيلي وو چې ابو لَهَب دوزخي دے، دۀ به پۀ رښتوني زړۀ سره کلمه لوستلي وے او د صحابۀ کرامو [رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  م] پۀ صف کښې به شامل شوے وے او وئيلي به يـې وے: وګورئ! قرآن ما ته دوزخي وائي خو زۀ خو د جنتيانو پۀ صف کښې يم۔ خو دا قرآن دے، دا د عَلَّامُ الغُيُوب (يعنې د هرې پټې خبرې نه د خبر الله کريم) کلام دے، د الله کريم پۀ ازلي عِلم کښې وو چې ابو لَهَب به ايمان نۀ راوړي او هغۀ واقعي ده چې ايمان قبول نکړو۔

معلومه شوه چې قرآنِ کريم لارَيب کتاب دے، پۀ دې کښې د يوې ذرې برابر هم د شک ګنجائش نشته، څۀ چې قرآنِ کريم وفرمائي، پۀ هغې کښې د يوې ذرې همره هم کمے زياتے نشي کيدے، څنګه چې يـې وفرمائي هم هٰغسې کيږي، دا د دې خبرې دليل دے چې قرآنِ کريم لَارَيب کتاب دے، دا واقعي ده چې  دا د الله پاک کلام دے۔ الله پاک دې زمونږه د لَارَيب کتاب فيضان نصيب کړي، د دۀ د زدۀ کولو، لوستلو، پۀ دۀ باندې د