Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

تلاوت کوئ! ځکه چې سُورۀ بَقَرَه لازم نيول برکت دے، دا پريښودل خفګان دے او جادوګر د دې د مقابلې کولو طاقت نۀ لري۔ ([1])

 د شيطان خبيث ذلالت

يو ځل حضرت عبد الله بن مسعود رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  تشريف فرما وو، خلقو ته يـې دِين ښودلو، هغوئي د يوې واقعې پۀ بيانولو وفرمائيل: يو صحابئ رسول رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  چرته روان وو، پۀ لاره کښې د هغوئي سره شيطان ميلاؤ شو، هٰغه صحابئ رسول رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  شيطان ګير کړلو، دواړو کُشتي وکړه، صحابئ رسول رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  شيطان راغورځولو، شيطان ووئيل: ما پريږدئ! زۀ به تاسو ته يوه خبره وکړم۔ صحابئ رسول رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  شيطان پريښودو خو شيطان د خپلې ژبې نه واوختو او هغۀ خبره ونکړه۔ صحابئ رسول رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  بيا شيطان راګير کړو، بيا يـې راوغورځولو، پۀ دې ځل شيطان بيا ووئيل: ما پريږدئ! زۀ به تاسو ته عجيبه خبره وکړم۔ صحابئ رسول رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  بيا پريښودو، شيطان بيا د خپلې ژبې نه واوختو او اوئې وئيل: زۀ درته نۀ وايم۔ هٰغه صحابئ رسول رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  پۀ دريم ځل بيا شيطان راګير کړو، ښکته يـې راغوځار کړو او دا ځل يـې پۀ سينه باندې کښيناستو او د هغۀ پۀ مرۍ باندې يـې غټه ګوته کيښودله او اوئې وئيل: ووايه چې پريږدم دې، ګنې نو نۀ دې پريږدم۔ بيا شيطان خبره وکړه او اوئې وئيل: پۀ يو ځائے کښې که ډير شيطانان راجمع وي، د هغوئي پۀ مينځ کښې که د سُورۀ بَقَره يو آيت ولوستلے شي نو هٰغه ټول شيطانان به وتښتي او پۀ کوم کور کښې چې د سُورۀ بَقَره يو آيت ولوستلے شي، هٰغه کور ته شيطان نشي داخليدے۔

دا واقعه چې يـې بيان کړله نو خلقو د حضرت عبد الله بن مسعود رَضِیَ اللہُ تَعَالٰی عَنْہُ  نه پوښتنه وکړه: هٰغه صحابي څوک وو؟ اوئې فرمائيل: نور څوک کيدے شي؟ هغۀ د مسلمانانو دويم


 

 



[1]... مسلم، کتاب صلاۃ المسافرین ، باب فضل قراءۃ القرآن ...الخ، صفحه:290، حدیث:804۔