Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
رضا خان رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه پۀ دې باره کښې ايمان تازه کوونکې خبره ليکلې ده، هغوئي فرمائي: د الف نه مُراد د خوږ آقا، د مدينے والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيام حالت دے۔ د لام نه مُراد د سرورِ عالم، د نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رُکوع حالت دے او د ميم نه مُراد د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سجدے حالت دے۔ مطلب به داسي جوړيږي چي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ستاسو پۀ قيام، رکوع او پۀ سجده مې دې قَسم وي! قرآن لا ريب کتاب دے۔
سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَۃُ اللہِ تَعَالٰی عَلَیْہِ نور فرمائي: د دې يو بَل تاوِيل هم کيدے شي، هغه دا چې د الف نه مُراد د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قد مبارک، د لام نه مُراد د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زُلفې مبارکې، د ميم نه مُراد د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خُله مبارکه ده، نو مطلب به دا جوړيږي چي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! ستاسو پۀ قد مبارک، پۀ عنبري زلفو او خوشبوداره خُله مبارکه باندې مې دې قَسم وي!چي قرآن لا ريب کتاب دے۔ ([1])
وہ خُدا نے ہے مرتبہ تجھ کو دیا، نہ کسی کو ملے نہ کسی کو ملا
کہ کلامِ مجید نے کھائی شہا تِرے شہر و کلام و بقا کی قسم([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي: