Quran Laraib Kitab Hai

Book Name:Quran Laraib Kitab Hai

نه پس انساني شکل اختياروي؟

     د امريکې يو ډاکټر وو: مارشَل جَونسَن، هغۀ هم پۀ دې تحقيقي ټيم کښې شامل وو۔ يو ځل د هغۀ د يو مسلمان سره ملاقات وشو، پۀ ملاقات کښې مسلمان د قرآنِ کريم دا آيت ډاکټرانو ته بيان کړو (الله پاک فرمائي):

وَ قَدْ خَلَقَكُمْ اَطْوَارًا(۱۴)(پارہ:29، سورۀ نوح:14)     

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: حالانکې هغۀ تاسو د ډيرو حالتونو نه د تيرولو سره جوړ کړئ۔

ډاکټر جونسَن پۀ کرسۍ باندې ناست وو، چې کله هغۀ دا آيت واوريدو نو حيران شو او يو دَم ودريدو او پۀ حيرانتيا سره يـې ووئيل: دا ممکن نۀ ده، پۀ قرآن کښې داسې آيت نشي کيدے۔ مسلمان هغۀ ته دا آيت وښودلو او ورسره يـې نور آيتونه کوم چې د انسان د تخليق پۀ باره کښې دي هغه يـې هم وښودل، دا يـې چې وليدل نو ډاکټر ووئيل: دوه صورتونه کيدے شي: (1): يا خو د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره الټرا ساؤنډ مشين وو، هغوئي د الټرا ساؤنډ پۀ ذريعه وکتل او دا کلام يـې جوړ کړو، خو دا نشي کيدے، 1400 کاله مخکښې د الټرا ساؤنډ مشين تصور هم نۀ وو، ځکه بيا (2): دويم صورت هم دا دے چې دا د کوم انسان نۀ بلکې د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين کلام دے او مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله رښتونے رسول دے۔

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د قرآنِ کريم لَارَيب کتاب کيدل هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو نعت دے۔ مونږه چې وايو چې د الـحمد د الف نه واخله تر د وَالنّاس د سِين پورې ټول قرآن د سرکارِ عالي وقار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعت دے، دا هم بالکل رښتونې خبره ده، وګورئ چې د قرآنِ کريم هر يو لفظ، هر يو آيت،