Book Name:Quran Laraib Kitab Hai
ته مخ اړولو، بيا چې يـې کله هجرت وکړو او مدينے منورې ته يـې تشريف راوړلو نو هغوئي مسجدِ اَقصیٰ قبله جوړه کړله۔ 17 مياشتې پس دا قبله بدله شوه او الله پاک بيا د کعبې شريفې د قبلې جوړولو حکم وکړو۔ د دې قبلې پۀ بدلولو د هٰغه وخت کافرانو ډير اعتراضونه وکړل، د هغې جوابونه هم ورکړے شول۔ پۀ دې موقع باندې چې کومه يوه نا اشنا او ځانګړې خبره وه، هغه دا چې د قبلې د بدليدو نه پس لا کافرانو اعتراضونه نۀ وو کړي چې د هغې نه مخکښې الله پاک وفرمائيل:
سَیَقُوْلُ السُّفَهَآءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلّٰىهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِیْ كَانُوْا عَلَیْهَاؕ (پارہ:2، سورۀ بقرہ:142) ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اوس به بے وقوفه خلق وائي، چې دا مسلمانان د دوئي د هٰغه قبلے نه چا واړول پۀ کومه چې دوئي مخكښې وو؟
هغوئي لا اعتراضونه کړي نۀ دي، ډير زر به يـې کوي۔ اوس لږ غور وکړئ! کافِرانو به د اِسلام ختمولو د پاره ډير زور لګولو، پيسه به يـې لګوله، سازشونه به يـې کول، ډيره اسانه خبره وه، ژبې د هغوئي پۀ خُلو کښې وې، هغوئي به خپلو ژبو ته تالې لګولې وے، اعتراض به يـې نۀ کولو، که هغوئي اعتراض نۀ کولو نو د قرآن دا آيت به دروغ ثابتيدلو چې وګورئ! قرآن وائي چې مونږه به اعتراض کوو خو مونږ خو اعتراض هډو کړے نۀ دے۔ چې يو آيت دروغ شوے وے نو پۀ ټول قرآن باندې به اعتماد نۀ وے۔
خو قربان شم! دا د الله رَبُّ اَلعٰلَمِين کلام دے، د دۀ هر يو لفظ رښتونے دے، څۀ چې قرآن بيان کړل، هٰغه هر څۀ وشول۔ الله پاک وفرمائيل چې هغوئي به اعتراض کوي نو هغوئي واقعي چې اعتراض وکړو او رَبِّ کريم د هغوئي د اعتراضونو جوابونه هم ارشاد کړل۔