Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai

دي چې سرسايه هم پۀ خوشحالۍ باندې ادا کړو او د دې نه علاوه هم د خيراتونو او صدقو پۀ ذريعه د غريبانانو د مدد کولو عادت اختيار کړو۔

د صدقې او د خيرات عادت جوړ کړئ!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم د زياتو نه د زياتې صدقې او خيرات کولو عادت جوړول پکار دي، پۀ چا باندې چې زکوٰة فرض وي، پۀ هغوئي باندې خو لازم دي چې زکوٰة ادا کړي او حساب وکړي بلکې پۀ عاشقِ رسول مفتي صاحب باندې حساب وکړي او پوره پوره زکوٰة ادا کړي۔ پۀ زکوٰة کښې يوه روپۍ کمے هم کول د ګناه کار دے۔ د دې سره سره د نفلي صدقې او د خيرات عادت هم جوړ کړئ! سرسايه پۀ هر ازاد مسلمان، د نصاب پۀ مالِک باندې د چا نصاب چې د اصلي حاجت نه زيات وي واجب ده۔ ([1]) الله پاک فرمائي:

قَدْ اَفْلَحَ مَنْ تَزَكّٰىۙ(۱۴) (پارہ:30، سورۀ الاعلیٰ:14)

            ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه چا چې ځان پاک کړو هغۀ به کامياب  وي۔

پۀ تفسير خزائنُ العِرفان کښې دي: پۀ دې آيت کښې د تَزَکّٰی نه مُراد سرسايه ده۔ ([2]) يعنې کوم بنده چې د وړوکي اختر پۀ موقع باندې غريبانانو ته سرسايه ورکړي او هغوي ته د اختر د خوشحالو  کولو موقع ورکړي ، د هغۀ زړۀ صفا کيږي او هغۀ نجات او کاميابۍ ته رسيږي۔

سرسايه پۀ 4 قِسمه ادا کيږي

د سرسايه مقدار پۀ 4 قِسمه دے: (1): وَسکې (2): کجورې (3): وربشې يا د هغې وړۀ     (4): غنم يا د هغې وړۀ ٭ که د وَسکو پۀ لحاظ سره سرسايه ادا کول وي نو د دې پۀ دې کال


 

 



[1]... بہارِ شریعت، جلد:1 ، صفحہ:935 ،حصہ:5۔

[2]... تفسیر خزائن العرفان، پارہ:30، الاعلیٰ، زیرِ آیت:14، صفحہ:1099۔