Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
دا به د هغوئي سره ښيګړه شي۔
پۀ حديثِ پاک کښې دي د مړي حال پۀ قبر کښې د ډوب شوي انسان پۀ شان دے چې هغۀ ډير انتظار کوي چې پلار يا مور يا ورور يا د کوم دوست دُعا ورته ور ورسي او چې کله د چا دُعا هغۀ ته ور ورسي نو د هغۀ د پاره د دُنيا و مافيها (يعنې دُنيا او څۀ چې پۀ دې کښې دي) نه بهتر وي۔ الله پاک قبر والؤ ته د هغوئي د ژوند د متعلقينو د طرف نه هديه کړے شوے ثواب د غرونو پۀ شان عطا کوي، د ژوند هديه (يعنې تحفه) د مړو د پاره د بخښنې دُعا ده۔ ([1])
پۀ قبر کښې به يـې انوار داخليږي
منقول دي چې کوم کَس د اختر پۀ ورځ 300 کرته سُبْحٰنَ اللہِ وَبِحَمْدِہٖ ولولي او د وفات شوو مسلمانانو روحونو ته يـې ايصالِ ثواب کړي نو د هر يو مسلمان پۀ قبر کښې يو زر [1000] انوار داخليږي او چې کله هٰغه لوستونکے پخپله مړ شي، الله پاک به د هغۀ پۀ قبر کښې هم يو زر [1000] انوار داخل کړي۔ ([2])
يا رَبِّ مصطفٰے صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ! زمونږه د اختر د خوشحالو د سُنَّت مطابق، پۀ ښيګړه کولو، نورو ته پۀ فائده رسولو، پۀ خوشحالو تقسيمولو د تيرولو توفيق راعطا کړې۔ اے خوږه الله پاکه! مونږ ته د حج شريف او د مدينے د ښار او د مدينے د تاجدار صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ د ديدن مَدَني اختر بيا بيا را عطا کړې۔
اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم ۔
تِری جبکہ دید ہو گی جبھی میری عید ہو گی مِرے خواب میں تُو آنا مَدَنی مدینے والے([3])