Book Name:Eid Youm e Khair Khuwahi Hai
ونيولو، کور ته يـې راوستو او هٰغه قيمتي جامې کومې چې يـې پخپله اغوستې وې هغه يـې ويستلې او غريب ماشوم ته يـې واغوستلې او پخپله يـې زړې جامې واغوستلې او د عيد ګاه طرف ته روان شو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دې ته پۀ حقيقت کښې وئيلے شي اختر کول۔۔۔!! الله دې کړي چې مونږه هم واقعي اختر ونمانځو، خوشحالي هم وکړو او خوشحالۍ تقسيموونکي هم جوړ شو۔
ہو مرا کام غریبوں کی حمایت کرنا دردمندوں سے، ضعیفوں سے محبّت کرنا
میرے اللہ بُرائی سے بچانا مجھ کو نیک جو راہ ہو، اس راہ پہ چلانا مجھ کو
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
د سرسايه د واجِب کيدو يو حِکمت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې مونږه د اختر پۀ ورځ خوشحالۍ تقسيم کړو، غريبانان هم د ځان سره پۀ دې خوشحالو کښې شريک کړو، دا خبره زمونږه دِين اِسلام ډيره خوښوي، د دې حکمت له وجهې يـې سرسايه [يقنې صدقۀ فِطر] هم واجِب کړې ده۔ صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: د غريبانانو غم خوار نبي، د زړونو ټکور نبي صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ سرسايه مقرر کړله چې د فضول او بے هوده خبرو نه روژې صفا شي او د دې په ذريعه د مسکينانو د خوراک سبب هم جوړ شي۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! اندازه ولګوئ چې زمونږه د خوږ دِين، زمونږه د شريعت، زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ سره د غريبانانو څومره فِکر دے، ځکه مونږ له هم پکار